په بدن باندې د کېموتېراپي اغیز

۱ – ستاسې زهن دومره سټرس کولای شي چې بلاخره په تشویش او ډېپرېشن بدلیږي.
۲- که چېرې ښځه وي نو مخ کې یې سوروالی او میاشتیني عادت کې یې بدلون رامنځته کولای شي.
۳ – کېموتېراپي د زړه عضلې کمزورې کوي په ځانګړې توګه هغو کسانو کې کوم چې د زړه تکلیف لري.
۴ – کانګې او زړه بدوالی یې تر ټولو عام جانبي عوارض ګڼل کیږي.
۵ – د نوکانو بې رنګه کېدل او په نسواري رنګ د نوکانو بدلېدل او چاودونه پکې پیدا کېدل.
۶ – کېموتېراپي د هاضمې ټول سیستم کې د ګډوډي لامل کیږي او یادې چارې سره ګڼ شمېر ناخوښونکي علایم مل وي کوم چې د بې اشتیايي لامل کیږي.
۷ – جنسي اړیکې ته اشتیا کمېدل او په نرانو کې د جنسي الې نه لکېدل له کمېوتېراپي پس نورمال وي خو ممکن موقتي وي.
۸ – په خوله کې د ټپونو پیدا کېدل، ټپونه په ژبې، مرۍ، ووریو کې وي.
۹ – کېموتېراپي انسان کې د وینې د حجرو شمېر کموي او تولید کې یې ستونزه رامنځته کوي.
۱۰ – کېمو تېراپي د هاضمې سیستم کې نا ارامتیا پیدا کوي، له کېموتېراپي وروسته انسان کې نس ناستی، قبضیت پیدا کېدای شي او یاده چاره یې وزن کې کمی را منځته کوي.
۱۱ – په خالي ادرارو کې سوروالی رامنځته کوي او لامل یې سیستم ته د کېمو داخلېدل وي.
۱۲ – کېمو تېراپي د هډوکو په غلظت کې کمی رامنځته کوي او د اوستیو پوروسیس یا د هډوکي د پوده کېدو لامل کیږي.
۱۳ – د عضلو په همغږي کې ستونزه پیدا کوي او ناروغ خپلو عضلو کې د ستړیا احساس کوي.
۱۴ – پښو او لاسونو کې پړسوب ورسره پیدا کیږي.

دوراني او ایمني سیستم
په کېموتېراپي کې د وینې د حجرو شمېر اړین او حیاتي برخه ده. کېموتېراپي انسان کې د وینې روغتیا لرونکې حجرې له منځه وړي او د وینې د کمېدو لامل کیږي.

علایم یې :
– ستړیا
– د سر چکر
– زېړ رنګ
– سا اخیستو کې ستونزه
– سینه کې درد
– د زړه ضربان کې تېزوالی

درملنه یې په درملو او وینې تېرولو کیږي. ډاکټر ممکن ناروغ ته د وسپنې ګولۍ نسخه کړي.

کېموتېراپي ناروغ کې نېوټروپېنیا هم رامنځته کولای شي. نېوټروپېنیا کې د انسان د وینې سپینې حجرې کمیږي. سپینې حجرې د انسان د ایمني سیستم لپاره حیاتي رول لري. که چېرې ناروغ کېمو باندې د درملنې لاندې وي نو اړینه ده چې له ویروسونو، باکتریا او مکروبونو واټن کې واوسي.

د وینې د وړو قاب حجرو کمېدو ته ترومبوسیټوپېنیا نوم اخلي. له کېموتېراپي سره دا حالت رامنځته کیږي. په وینې کې دا وړې حجرې د وینې د ټینګېدو دنده لري. که چېرې وینه کې کمې شي نو انسان کې شینوالی او د وینې بهېدنه رامنځته کېدای شي.

علایم یې :
– په پوستکي کې واړه د سور رنګ خالونه پیدا کېدل وي
– له پوزې د وینې بهېدل
– که چېرې ډېر کوچنی ټپ هم وي ترې د وینې د جریان ادامه
– په ښځو کې د میاشتیني عادت پرمهال له معمول زیات وینه بهېدل

د کېمو ځینې ډولونه زړه ته په لویه کچه زیان اړولی شي او دکردیومایوپاتي لامل کیږي. د زړه د عضلو ناروغي رامنځته کوي. د زړه ضربان کې ورسره ستونزه پیدا کېدای شي او د ارېتمیا لامل کیږي. یادې ستونزې زړه کې په اغیزمنه توګه د وینې د پمپ کولو وړتیا باندې اغیز کوي.

که چېرې د سرطان د ناروغ زړه روغتیا لرونکی او ځواکمن وي نو د پورته یادو شو ستونزو رامنځته کېدو امکان پکې کم وي.

عصبي او عضلاتي سیستم
په انسان کې د مغز مرکزي برخه احساسات، د فکرونو طرحې او همغږي کنټرول کوي. کېموتېراپي کولای شي د ناروغ په یاد یا حافظه کې، تمرکز او په روښانه توګه د فکر کولو بهیر کې ستونزه پیدا کړي. دې حالت ته ځینې وخت “د کېمو مغز” نوم اخلي. معمولا موقتي یا لنډمهاله حالت وي خو په ځینو ناروغانو کې تلپاتې وي او وروسته په تشویش او سخت ډېپرېشن بدلیږي. له دې پرته په عصابو کې نورې ستونزې هم پیدا کوي، علایم یې له زیان لیدلي عصب سره تړاو لري. ځینې علایم یې لاندې یاد شوي :
– په لاسونو او پښو کې د ستنې ستنې کېدو احساس
– کمزورتیا او ستړیا
– په توازن کې ستونزه
– د نر د جنسي الې په لکېدو کې ستونزه
– فکر کولو کې ورو والی

د هاضمې سیستم
په دوامداره توګه د کېمو درملنه یا د کېمو لوی ډوز کارول په خولې او مرۍ کې د ټپونو لامل کیږي. د کېمو ځینې ډولونه د بدن په داخل کې د ځینو غړو استرونه هم ویجاړوي. علایم یې :
– وچه خوله یا زېروسټومیا
– پړسوب
– د غاښونو سوري کېدل
– خوله کې وسپنیز یا کیمیاوي خوند
– د خوړو په ژولو او تېرولو کې ستونزه

کېموتېراپي د هاضمې د کانال په اوږدو کې هم ستونزه پیدا کوي او له امله یې قبضیت، نس ناستی، د کولمو تاوېدل او باد پیدا کیږي. که چېرې د ورځې پرمهال زیاتې اوبه وڅکئ نو یاد علایم پرې کمولی او ارامولی شئ. له کېموتېراپي وروسته کانګې کول ډېر معمول دي او کانګې کول انسان کې اوبه کمولی شي، انسان بې اشتیا کولای شي نو له همدې امله ډېری وخت له کېمو سره د کانګو ضد درمل هم ورکول کیږي. که چېرې د کانګو درمل کار ونه کړي نو درملو کې یې ډاکټر بدلون راولي. که چېرې ناروغ له کېمو پس وږی هم نه وي نو اړینه ده چې روغتیا لرونکي نرم خواړه وخوري. د زیاتو خوړو په ځای که چېرې لږ خواړه خو تغذیه کوونکي خواړه وي نو ښه به وي لکه اوکادو، هګۍ، له غوښې اوسبزیو جوړه یخني، میده شوي بادام او مغزي یا غوزان، د کدو میده شوي زړي، د ګولپي، کرم او شلغم د کورنۍ هر ډول بوټي، په کور کې د توتانو جوړ کړی جوس.
په طب کې نوکانو، وېښتانو او پوستکي ته (Integumentary system) نوم اخلي. د کېموتېراپي درملنې پرمهال ناروغ خپل وېښتان له لاسه ورکوي، د کېمو ځینې ډولونه د وېښتو په فولیکولونو اغیز کوي او وېښتان تویوي. یاد حالت ته الوپېشیا نوم اخلي. له درملنې پس څو ورځو یا څو اونیو کې د وېښتانو دوړېدل پیل کیږي. د بدن د هرې برخې وېښتان توېدلی شي خو تر ډېره د سر وېښتان توییږي. له تویدلو څو اونۍ پس وېښتان بېرته په ودې کولو پیل کوي.
په ځینې ناروغانو کې د پوستکي کمه نا ارامتیا امکان لري خو ځینو کې کېمو د پوستکي وچوالی، بخار، د پوستکي اچول رامنځته کوي. که چېرې پوستکي کې نا ارامتیا ورسره پیدا شي نو ډاکټر ناروغ ته ملهم نسخه کوي. له کېمو پس پوستکی له لمر سره هم بې کچې زیات حساس کیږي.
له کېمو پس ممکن ستاسې نوکان زېړ رنګ ته بدل شي. په ځینو حالتونو کې ممکن نوکان د نوکانو له تخت جلا شي. په نرمونکو یې نرم ساتل مرسته کولای شي.

جنسي سیستم او د مثل د تولید سیستم
کېموتېراپي په دواړو نر او ښځه کې هورموني بدلون رامنځته کوي. د ښځو د هګیو په کیسې اغیز لري. علایم یې :
– مخ کې سوروالی
– په میاشتیني عادت کې بې نظمي
– نا څاپه مونوپوز یا د میاشتیني عادت درېدل
– د مهبل یا واجینا په نسجونو کې وچوالی
– شنډتوب
په نرانو کې د کېمو ځینې ډولونه سپرمو ته زیان اړوي او یا یې د سپرمو شمېر کې کموالی رامنځته کوي. همداسې لنډمهاله شنډتوب پکې رامنځته کوي.
ډاکټران د کېمو تېراپي پرمهال، د نه اومیدواره کېدو سپارښتنه کوي ځکه چې کېمو سپرم او د مور ځلانځ یا رحم کې جنین ته زیان اړوي. که چېرې یوه ښځه مخکې له مخکې اومیدواره وي نو ډاکټر ممکن لمړی د سرطان برخه عملیات کړي او کېموتېراپي له زېږون وروسته کړي.
کېموتېراپي په انسان کې تشویش او ډېپرېشن پیدا کوي او یاده چاره د انسان په جنسي ځواک منفي اغیز لري خو ځینې خلک له کېمو پس هم په جنسي توګه فعال وي.

مدفوعه سیستم یا هم پښتورګي او مثانه (Excretory system)
ټوله وینه پښتورګو ته ځي او پښتورګي یې فلټر کوي. په فلټر کولو کې کېمو هم فلټر کوي. د فلټر کوونې بهیر کې ممکن پښتورګي او مثانه زیان وویني. که چېرې پښتورګي زیان وویني نو علایم یې :
– کم خالي ادرار
– د لاسونو او پښو پړسوب
– ستړیا
– سر درد
– د وینې لوړ فشار
– زړه بدوالی
د کېمو ځینې ډولونه د خالي ادرارو رنګ سور نارنجي ته د څو ورځو لپاره بدلوي، په مثانه کې نا ارامتیا پیدا کوي، د خالي ادرارو اړتیا زیاتوي او د ادرارو پر وخت سوځی پیدا کوي. د علایمو ارامولو لپاره ډاکټر د زیاتو اوبو او مایع څکلو سپارښتنه کوي.

اسکلیټي سیستم
د عمر له تېرېدو سره په انسان کې د هډوکي غلظت کمیږي، په بله مانا هډوکي یې پوده کیږي یا نري کیږي خو د سرطان په ناروغ کې، کېموتېراپي دا چاره نوره هم چټکه کوي. په ښځو کې د هګیو کیسې ته زیان اړوي او که د هګیو کیسې ته زیان ورسیږي نو د اېسټروجېن هورمون تولید بندیږي، د اېسټروجېن نه تولیدېدل د هډوکو حجم کموي. کومو ښځو چې د تیانو د سرطان درملنه کړې وي، د هډوکو پوده کېدل پکې نورمال وي او ډېری وخت یې هډوکو کې درز پیدا کیږي. تر ډېره یې د هډوکو درز په شمزي، د ورون په هډوکي کې او او لېچو کې رامنځته کیږي.

د هډوکو د کلکولو لپاره توازن لرونکي خواړه اړین وي، بدن ته باید کافي مګنېزیم، کلسیم، ویټامین ډي، زېنک او بي ویټامینونه ورکړل شي، هره ورځ تر ۶۰ دقیقو پورې سپورت اړین دی، د سګرټو او هر ډول نشه اي توکو بس کول اړین دي. د کېمو پرمهال د هډوکو د پوده کېدو د مخنیوي لپاره درمل نسخه کیږي.

زهني روغتیا
د سرطان تشخیص او په کېمو یې درملنه دواړه د انسان زهني روغتیا باندې اغیز لري. دواړه انسان کې د احساساتو پارېدو لامل کیږي لکه ویره، سټرس، رد کول، غسه، هیلې، ډېپرېشن او تشویش. که چېرې تاسې درک کوونکي ملګري یا د کورنۍ غړي لرئ نو خبرې ورسره کول مو احساسات ارامولی شي. په ځینو هیوادونو کې داسې ډلې موجودې وي کومې چې د سرطان له ناروغان سره د خبرو لپاره اړیکه کې وي. د احساساتو په اړه مطالعه هم تاسې سره د خپلو احساساتو په مدیریت کې مرسته کوي.

کم وخت رامنځته کېدونکي علایم
کېموتېراپي ځینې وخت کم وخت رامنځته کېدونکي اضافي علایم هم لري لکه پانکریاټایټېس یا د لوزالمعدې پړسوب، نیوټروپینېک اېنټېرو کولایټېس یا د کولمو پړسوب، هیمولېسېس یا د وینې سرو حجرو ته زیان اوښتل، ایپیفورا یا له سترګو اوښکې بهېدل، په پوستکي د ځوانۍ دانو ته ورته دانې.

کم وخت پېښېدونکو علایمو کې ممکن ځینې سخت نه وي خو ځینې یې ممکن ګواښونکي وي. کېمو تېراپي کولای شي د تل لپاره یو انسان کې د زړه روغتیا، د پښتورګو روغتیا، د سږو روغتیا او د مثل تولید وړتیا له منځه یوسي. د کېمو ځینې ډولونه کولای شي انسان د سرطان په کوم بل ډول اخته کړي.

error: محتوا خوندي ده تاسې د کلېک او کاپي اجازه نه لرئ